په ژوندی پڼه خپرونه
    له جرمني څخه افغانستان ته د ښځو او ماشومانو بیرته ستنول باید بند کړی شي

    له جرمني څخه افغانستان ته د ښځو او ماشومانو بیرته ستنول باید بند کړی شي

    © AP Photo/ Matthias Schrader
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 96 0 0

    افغانستان ته له جرمني څخه د ښځو او ماشومانو بیرته ستنول باید په کابل کی د تروریستي عمل په اړوند بند کړی شي. دا ټکی په برلین کی په کنفرانس کی د جرمني د سوسیال – دموکرات ګوند مشر مارتین شولڅ چی په حاکم ایتلاف کی شامل دی او ځان یې د صدارات مقام ته کاندید کړی، څرګند کړی دی.

    شولڅ وویل:«زه پخپله عقیده لرم چی ښځې او ماشومان افغانستان ته بیرته نه شي استول کیدای، دا باید په روښانه توګه وویل شي»، هغه زیاته کړه چی « د پرونیو پیښو په رڼا کی اوس بیرته ستنول دوام نه شي کولی، باید د امنیتي وضعې په هکله د بهرنیو چارو د وزارت تحلیل ته انتظار وایستل شي او یوازې تر دې وروسته د راتلونکي انکشاف په چوکاټ کی باید موږ پریکړه وکړو چی آیا موږ کولی شو او که نه او کله بیرته ستنولو ته دوام ورکړو».
    په کابل کی د چهارشنبې په سهار د جمهوري ریاست ماڼی او بهرنیو سفارتونو ته نژدې قوی چاودنه وشوه. د رسنیو د معلوماتو له مخې، د وژل شوو شمیر ۹۰ کسو ته رسیدلی او ۳۸۰ نور ټپیان شوي دي. د «اسلامی دولت» (داعش- په روسیه کی ممنوع) تروریستی ډلې د افغانستان په پلازمینه کی د دغې چاودنې مسوولیت پرغاړه اخیستی.
    د افغانستان استخباراتي ادارې باور لري چی په کابل کی تروریستي عمل د «حقاني شبکې» تروریستي ډلې پلان کړی او زیاتوي چی په دې چاودنه کی ښايي د پاکستان استخبارات لاس ولري.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی