په ژوندی پڼه خپرونه
    په نړۍ کې به تر ټولو ځواکمنه اټومي څیړنیزه بټۍ په روسیه کې تر۲۰۲۰ ز- ل کال پورې جوړه شي

    په نړۍ کې به تر ټولو ځواکمنه اټومي څیړنیزه بټۍ په روسیه کې تر۲۰۲۰ ز- ل کال پورې جوړه شي

    © Sputnik/ May Nachinkin
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 70 0 0

    په نړۍ کې به تر ټولو ځواکمنه، څوموخییزه اټومي څیړنیزه بټۍ، چې د اټومي انرژۍ پراختیا لپاره اړینه ده، په روسیه کې تر۲۰۲۰ ز- ل کال پورې جوړه شي. په دې هکله خبر د سانکت پیتربورګ په نړیواله اقتصادي جرګه کې د «روس اټم» د شرکت استازو په خپله خبر پاڼه کې ورکړی دی.

    یاده اټمي بټۍ د دیمتریګراد د سیمې د MBIR اټمي بټۍ پر بنسټ په څیړنېز انستیتیوت کې جوړیږي. د MBIR د اتومې بټې بې سارې څیړنیزې ځانګړتیاوې ددې وړتیا لري، چې د اټمي انرژۍ او د هغې د خوندیتوب په سیالیو کې په پراخه کچه دندې تر سره کړي. په ورته وخت کې د اوسنۍ بټۍ پر تله په نوې بټې کې به د څیړنو او سمونو وخت ځو ځلې کم شي.

    د څو موخیزو دندو اټمي بټې، چې کولای شي، په چټکې سره څیړنیزې چارې تر سره کړي، د جوړویدو سره به د اوږدو مودې لپاره، په راتلونکو۵۰ کلونو کې د اټمې انرژۍ صنعت په نوې او پرمختللې ټکنالوژۍ سمبال کړي او د MBIR پر بنسټ به نړیوال څیړنیز مرکز جوړ شي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی