په ژوندی پڼه خپرونه
    پوتین: د توغندیو ضد دفاع د موضوع په هکله د ټولنې چوپتیا او دوه ګوني معیارونه د وسلو په سیالیو تمامیږي

    پوتین: د توغندیو ضد دفاع د موضوع په هکله د ټولنې چوپتیا او دوه ګوني معیارونه د وسلو په سیالیو تمامیږي

    © Sputnik/ Григорий Сысоев
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 76 0 0

    د روسیې د فدراسیون جمهور رییس ولادیمیر پوتین عقیده لري چی د توغندیو ضد دفاع د موضوع په هکله د نړیوالې ټولنې چوپتیا او دوه ګوني معیارونه د وسلو سیالیو ته لمن وهي.

    د تاس د آژانس د خبر سره سم، پوتین په غیابي توګه نړیوالو رهبرانو ته، د امریکا د توغندیو ضد دفاعي سیستم پر پراختیا د تبصرې په ترځ کی په خطاب کی وویل:« یوازې زه په دې هکله خبرې کوم او نور ټول بیا هم پټه خوله دي، ګواکی هیڅوک نه پوهیږي چی خبره د څه په هکله مطرح ده. واضح ده چی ټول پوهیږي چی خبره د څه په هکله مطرح ده! نو تاسې ولې چپ یاست؟ تاسې ټول چپ یاست، اوضاع سختیږي، ځکه چی دا د وسلو سیالیو ته لمن وهي».
    د روسیې د مشر په خبره، دا وضعه روسیه پرله پسې فکرکولو ته مجبوروي چی څرنګه ځواب ورکړي.
    پوتین زیاته کړه:«موږ فکر کوو: باید د توغندیو ضد دفاعي سیستم څخه د تیریدو سیستم تکمیل کړی شي. همدا د وسلو د سیالیو دور دی، عین څه له ټاپوګانو (د کوریل — د تاس تبصره) سره تعلق لري. موږ فکر کوو چی څرنګه امنیت تامین کړو، موږ فکر کوو چی څرنګه په لیرې سیمو کی ګواښونه خنثې کړو».
    پوتین یادونه وکړه چی کله په نړۍ کی « په اروپا کی د توغندیو ضد دفاعي سیستم په هکله خبرې کولې، موږ ته یې ټول وخت ویل او پر ایران یې استناد کاوه چی دا کار د دې لپاره کیږي، ترڅو د ایران اتمي پروګرام او هغه ګواښونه چی ګواکي له ایران څخه رامنځ ته کیږي، خنثی کړی شي». جمهور رییس ګله وکړه:«اوس له ایران سره تړون لاسلیک شوی، هیڅ ډول ګواښ نه شته، نړیوالې ټولنې له دې سره موافقه وکړه چی کنترول عیارشوی، د اتمي انرژی نړیوال آژانس هرڅه تاییدوي، خو د توغندیو ضد دفاعي سیستم او د هغه جوړول په چټک سرعت دوام لري. نو دا د چا پر ضد؟».

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی