په ژوندی پڼه خپرونه
    پوتین د پتیربورګ په اقتصادي غونډه کی د بین المللی خبري آژانسونو د مشرانو پوښتنو ته ځواب ووایه

    پوتین د پتیربورګ په اقتصادي غونډه کی د بین المللی خبري آژانسونو د مشرانو پوښتنو ته ځواب ووایه

    © Sputnik/ Alexei Druzhinin
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 18 0 0

    د روسیې جمهور رییس ولادیمیر پوتین د پتیربورګ د اقتصادي غونډې په چوکاټ کی د بین المللی خبري آژانسونو له مشرانو سره عنعنوي کتنه ترسره کړه او د هغوی پوښتنو ته یې ځواب ووایه.

    د بهرنیو رسنیو استازو د روسیې له هکرانو، د کوریل له غیرپوځی کولو او له انګیلا میرکل سره د پوتین له اړیکو سره علاقه درلوده.
    د دولت مشر له بهرنیو ژورنالیستانو سره د خبرو په ترځ کی وویل چی روسیه د خپلو ملي ګټو په خاطر مبارزه کوي، خو د هغې د مخنیوي هڅه کوي او له هغې جملې د بین المللی حقوقو له چوکاټ نه له وتلو فعالیتونو، کار اخلي.
    جمهور رییس د خبرو په دوام کی وویل:«او اوس ویني چی دا کار نه ورکوي، اغیزمن توب یې صفر دی او دا داسې داخلي عصبانیت او داسې هیله راپاروي چی په کوم ډول خپل څه ترلاسه کړي. دا د اوضاع د سختولو د هڅي سبب ګرزي. په تاسف، د هغو لپاره، څوک چی دا کار کوي، موږ پلمه په لاس نه ورکوو، خو هڅه کوي، لکه چی زموږ په وطن کی وايی، په لوڅ ډګر، پلمه پیدا کړي».
    د پوتین په نظر، له روسیې سره د سراسري دښمنی علت د څوقطبي نړۍ په ټینګښت کی نغښتی دی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی