په ژوندی پڼه خپرونه
    د اروپايي ټولنۍ د مخکښو هیوادونو ولسمشرانو د ټرمپ د پریکړې په تړاو خپل غبرګون وښود

    د اروپايي ټولنۍ د مخکښو هیوادونو ولسمشرانو د ټرمپ د پریکړې په تړاو خپل غبرګون وښود

    © AP Photo/ Virginia Mayo
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 84 0 0

    فرانسې، جرمني، ایټالیا او د اروپايي ټولنۍ ادارې د پاریس د اقلیم د تړون نه د امریکا د وتلو په تړاو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پریکړې له کبله خپله خواشیني څرګنده کړه. په دې هکله خبر د دریو هیوادونو د جکومتونو د مشرانو په ګډه خبرپاڼه کې خپور شوی دی.

    د خبرپاڼې له مخې ویل کېږي:«د پاریس تړون زمونږ د هیوادونو ترمنځ په اقلیم کې د بدلونونو سره په اغیزمنه توګه په خپل وخت د ستونزو د حل او تر۲۰۳۰ ز- ل کال پورې په پر له پسې توګه د پرمختګ لپاره دهمکاریو بنسټ جوړوي».

    د یادو حکومتونو د مشرانو په اند: هغه خوځښت چې د ۲۰۱۵ ز- ل کال د دیسمبر په میاشت کې پیل شوی، ودریدونکی نه دی.«مونږ په دې کلک باور لرو، د پاریس تړون چې زمونږ د سیارې، د ټولنې او اقتصاد لپاره یوه حیاتي وسیله ده، د بیا کتنې وړ نه دی».

    په دې هکله خبرپاڼه کې ویل کېږي:«مونږ باور لرو، چې د پاریس د تړون عملي کولو سره په خپلو هیوادونو او په نړیواله کچه د پرمختګ او سوکالۍ د پام وړ فرصتونه او ښوونتیاوي برابروي».

    د هیوادونو مشران یادونه کوي:"له همدې امله، د اقليم په برخه کې د موخو او ژمنو په شمول موږ په چټکۍ سره د پاریس د تړون په پلي کولو د ټینګار تر څنګ، پر خپلو ټولو همکارانو غږ کوو، چې په اقلیم کې د بدلونونو سره په مبارزه کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي".

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی