په ژوندی پڼه خپرونه
    د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار د خپل افغان سیال سره په کابل کې د تروریستي برید په اړه بحث کړي

    د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار د خپل افغان سیال سره په کابل کې د تروریستي برید په اړه بحث کړي

    © REUTERS/ Kevin Lamarque
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 75 0 0

    د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار هربرت مکمستر د خپل افغان سیال حنیف اتمر سره تیلیفوني اړیکي نیولي او په کابل کې د وروستي تروریستي برید په اړه يې خبری اتری کړی. دا خبر سپوتنیک خبری آژانس د پژواک آژانس له قوله خپور کړي.

    د خبری آژانس راپور له مخي، د اتمر او مکمستر ترمنځ تليفوني خبرې د جمعې په ورځ ترسره شوی. د خبرو د جزيياتو په اړه معلومات ندي ورکړ شوي.

    پژواک آژانس په خپل ټویټر کې لیکلی: « د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار د افغانستان د ملي امنیت سلاکار اتمر سره تیلیفوني اړیکي نیولي او په کابل کې د وروستي تروریستي برید په اړه یې خبری اتری کړی.»

    د یادوني وړ ده، په کابل کې د چهارشنبي په ورځ د سهار شاوخوا اته بجې درنه چاودنه وشوه، چې په پایله کې يې ۱۰۰ تنه وژل شوی او ۶۰۰ نور ټپیان دي. د برید مسوولیت د «اسلامي دولت» تروریستي ډلي په غاړه اخیستی.

    اړیکه ټینګوونکی:

    د ولسمشر په توګه د ټاکل کېدو وروسته ټرمپ سمدلاسه هڅه وکړه، چې پر روسیې لګېدلي بندیزونه لرې کړي
    د اروپايي ټولنۍ د مخکښو هیوادونو ولسمشرانو د ټرمپ د پریکړې په تړاو خپل غبرګون وښود
    ټرمپ: انسانیت په روژې کي برید نه مني
    سپینه ماڼۍ: ټرمپ د غني سره د خبرو پر مهال په کابل کې د چاودنې غندنه وکړه
    ۴۳٪ امریکایان د ټرمپ د استیضاح څخه ملاټر کوي
    په تویتر پاڼه کې د ټرمپ د تیروتنو سره تر پایه نه لیکل شوي خبر لکه ویروس په ډیرې چټکۍ سره خپریږي
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی