په ژوندی پڼه خپرونه
    یو همجنسباز به د ائيرلېنډ لومړي وزير شي

    یو همجنسباز به د ائيرلېنډ لومړي وزير شي

    © REUTERS/ Cathal McNaughton
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 6000

    د ائيرلېنډ د ټولنیز خوندیتوب وزیر لئو وردکار به د ائيرلېنډ د حکومت مشری په غاړه واخلي. نوموړی په ۲۰۱۵ کې اعلان کړي وو، چې همجنسباز دي. دا خبر سپوتنیک خبری آژانس د ګارډین له قوله خپور کړي.

    هندي الاصل ۳۸ کلن سیاستوال به د هیواد په تاریخ کې تر ټولو ځوان لومړی وزير وي.

    وردکار د جون په ۲ نیټه د هیواد د واکمن ګوند « Fine Gael» د مشر په توګه وټاکل شو. پدي توګه نوموړی به په نږدي راتلونکې کې د هیواد د لومړي وزير څوکې ترلاسه کړي.د یادونې وړ ده، د ائيرلېنډ اوسني لومړي وزير د می په میاشت کې اعلان کړي وو، چې له دندي څخه به استعفا وکړي.

    ائيرلېنډ د نړۍ لومړنی هیواد دي، چې د همجنسبازانو ودونه يي قانوني اعلان کړي وو.

    اړیکه ټینګوونکی:

    د اسراييلي پوځ یو لوړ پوړی چارواکې اعلان کړی چې همجنسباز دی
    رونالډو د یوی لفظي شخړی پر مهال اعطراف کړی چې همجنسباز دی
    د سعودی عربستان د بهرنیو چارو وزیر میرمن : زما میړه « همجنسباز » دی
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی