په ژوندی پڼه خپرونه
    اسد: د سوریې په شخړه کی ترټولو بده وضعه تیره شوې ده

    اسد: د سوریې په شخړه کی ترټولو بده وضعه تیره شوې ده

    © Sputnik/ Press service of the President of Syria Bashar al-Assad
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 82 0 0

    د سوریې جمهور رییس بشار اسد ویلي چی په هیواد کی اوضاع ښه کیږي او ترټولو بده وضعه تیره شوې ده.

    هغه د WION له تلویزیون سره په مرکه کی وویل:«په سوریه کی اوضاع په محسوسه توګه ښه شوې، داسې ویلی شو چی له دې کبله چی په عمده توګه د «اسلامي دولت» (داعش) او «جبهه النصره» تروریستي ډلې یا په شا کیږي یا، به ووایو، له دې کبله چی د هغوی تر ولکه لاندې سیمې محدودیږي. په دې توګه، جبهه يی وضعه اوس، له پوځي نظره، له پخوا څخه، ډیره ښه شوې ده».
    اسد همدارنګه زیاته کړه چی په سوریه کی اوضاع بیا هم نه یوازې د پوځي عملیاتو له امله، بلکی له دی کبله چی تروریستي ډلې د یو شمیر هیوادو له لوري ملاتړ ترلاسه کوي، درنده پاته ده. د نوموړي په خبره، له هغې جملې، ترکیه، قطر، سعودي عربستان، امریکا، فرانسه او انګلستان له هغوی ملاتړ کوي.
    اسد دمخه د امریکا جمهور رییس دونالد ترامپ په دې تورن کړی وو چی هغه تر ټاکل کیدو وروسته په خپلو ټولو انتخاباتي وعدو سترګې پټې کړې دي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی