په ژوندی پڼه خپرونه
    اردوغان: ترکیه په سوریه کی روانې پیښې په دقت څاري

    اردوغان: ترکیه په سوریه کی روانې پیښې په دقت څاري

    © AFP 2017/ Adem Altan
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 45 0 0

    که چیرې د سوریې په شمال کی د ترکیې په پته ډیر لږ ګواښ هم رامنځ ته شي، نو انقره به راتلونکي فعالیتونه له هیچا سره ونه څیړي. په دې هکله د انادولي آژانس د جمهور رییس رجب طیب اردوغان د اعلامیې په استناد خبر ورکړی.

    جمهور رییس خبرداری ورکړ:«د ترکیې پرخاوره د برید په صورت کی، انقره پخپله پریکړه نیسي او هغه پلې کوي. دې کار دمخه د سوریې د جرابلوس، رای او ایل- باب په مثالونو کی صورت موندلی».
    د نوموړي په خبره، په اوسني وخت کی ترکیې د انتظار دریځ غوره کړی. اردوغان وویل:«له امریکا او روسیې سره د خبرو د نتیجو په اساس، موږ په سوریه کی روانې پیښې په دقت تعقیبوو».
    هغه په عین حال کی د سوریې د رقې په ښار کی وضعې ته پاملرنه راوګرزوله.
    اردوغان وویل:«رقه د داعش تروریستان کنترولوي چی د هغوی پرخلاف واشنګټن د PYD او YPG په څیره کی د بل تروریستي سازمان — د کوردستان د کارګري ګوند، د سوریې له څانګو د ګټې اخیستو هڅه کوي. امریکا وایي چی په رقه کی د YPG د لیکو په ملاتړ په بري لاس موندلی شيي. وبه ګورو».
    د نوموړي په خبره، ترکیې د دغې مسالې په هکله دقیق دریځ واشنګټن ته رسولی دی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی