په ژوندی پڼه خپرونه
    د دفاع وزارت: د روسیې فدراسیون د ترور پرخلاف له ټولو ذیعلاقه هیوادونو سره د ایتلاف جوړولو ته تیار دی

    د دفاع وزارت: د روسیې فدراسیون د ترور پرخلاف له ټولو ذیعلاقه هیوادونو سره د ایتلاف جوړولو ته تیار دی

    Press office of FSMTC
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 16 0 0

    د روسیې د دفاع د وزارت مرستیال الکساندر فومین هغه بریالیتوبونه یاد کړل چی د روسیې فدراسیون په سوریه کی له تروریزم سره په مبارزه او د دښمنو لورو په پخلاکولو کی ترلاسه کړي دي.

    روسیه له ټولو ذیعلاقه هیوادونو سره د تروریستي ضد پراخ ایتلاف د جوړولو په خاطر همکاری ته تیاره ده. دا ټکۍ د روسیې د دفاع د وزارت مرستیال الکساندر فومین د «شانګري-لا دیالوګ» په بین المللی کنفرانس کی اعلان کړ.
    نوموړی څرګنده کړه چی هیڅ یو هیواد نن ورځ ځان د تروریستانو له فعالیتونو په مطلقه توګه خوندي نه شي شمیرلی. فومین یادونه وکړه چی د روسیې فدراسیون جمهور رییس ولادیمیر پوتین د ۲۰۱۵ کال د سپتمبر په میاشت کی د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په غونډه کی له ترور سره د مبارزې په هکله د عمل جامع پروګرام وړاندې کړ.
    د روسیې د دفاع د وزارت مرستیال زیاته کړه، د دغه پروګرام ماهیت «د پراخ تروریستي ضد بین المللی ایتلاف په جوړولو کی نغښتی چی په خپلو لیکو کی به مختلف ځواکونه د ګډو ارزښتونو او بین المللی حقوقو پر بنسټ، د ملګرو ملتونو د منشور په رڼا کی، سره یوموټی کړي». فومین ډاډ ورکړ، مسکو « په دې لوري کی بلا استثنا له ټولو ذیعلاقه هیوادونو سره کارکولو ته تیار دی».

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی