په ژوندی پڼه خپرونه
    د فوټبال «ریال» ټیم د «یووینتوس» ټیم ته ماتې ورکړه او د دوهم ځل لپاره یې پرله پسې د اتلولی جام وګاټه

    د فوټبال «ریال» ټیم د «یووینتوس» ټیم ته ماتې ورکړه او د دوهم ځل لپاره یې پرله پسې د اتلولی جام وګاټه

    © REUTERS/ Vincent West
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 8 0 0

    د مادرید «ریال» ټیم ۴: ۱ په مقابل کی د تورین د «یووینتوس» ټیم ته په کارفیدا کی ماتې ورکړه. په دې هکله «R- سپورت» خبر ورکړی.

    د مادرید «ریال» ټیم لومړنۍ ټیم دی چی دوه ځله پرله پسې یې د فوټبال د اتلولی جام ګټلی دی.
    د «ریال» د ټیم په ترکیب کی لومړی ګول کریشتیانو رونالدو وواهه. هغه له ۱۲ ګولونو سره د سیالیو ترټول ښه مهاجم پیژندل شوی دی. دوه نور ګولونه هر یوه کازیمیرو او مارکو اسینسیو ثمر ته ورسول.
    د «یووینتوس» ټیم «ریال» ته په یوه ګول ځواب ورکړ چی ماریو مانجوکیچ وواهه.
    د فوټبال د سیالیو په ۲۰۱۵/۱۶ موسم کی د مادرید کلوپ په پینالتي سره د مادرید پر «اتلیتیکو» ټیم د میلان د اتلولی په سیالیو کی بریالی شو. «ریال» ۱۲ جامونه ګټلي او د اتلولی د جام د سیالیو (د اروپایي اتلانو د جام) د شاخص له نظره یې ریکارد ټینګ کړی دی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی