په ژوندی پڼه خپرونه
    په باوریا کی یې د یوه افغان له خوا د روسي ماشوم وژنه تایید کړې

    په باوریا کی یې د یوه افغان له خوا د روسي ماشوم وژنه تایید کړې

    © AFP 2017/ DANIEL ROLAND
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 64 0 0

    د باوریا پولیسو تایید کړې چی افغان تبعه د پناه وړونکو په کمپ کی پنځه کلن ماشوم وژلی او د هغه روسي مور ټپي شوې ده.

    دمخه سیمه ایزو رسنیو خبر ورکړی وو چی یوه افغان په باوریا کی د پناه وړونکو په کمپ کی پنځه کلن روسي ماشوم وژلی او د هغه روسي مور ټپي شوې ده، بریدکوونکی په ډزو وژل شوی دی.
    امنیتي مامورانو خبر ورکړ چی په سیمه ایز وخت په ۱۶:۵۰ پولیسو ته د پناه وړونکو په کمپ کی د شخړې په هکله خبر راورسید. کله چی پولیس د پیښې ځای ته ورسیدل، ۴۱ کلن افغان تبعه پنځه کلن ماشوم یرغمل نیولی وو او هغه یې په چړې ګواښاوه. پولیسو په ډزو لاس پورې کړ او افغان تبعه یې وواژه.
    دا پیښه د ارینشوانګ په تولنه کی د باوریا د فدرالي ځمکې د ریګینسبورګ په اطراف کی پیښه شوې ده.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی