په ژوندی پڼه خپرونه
    Football Soccer - Juventus v Real Madrid - UEFA Champions League Final - San Carlo Square, Turin, Italy - June 3, 2017 Juventus' fans run away from San Carlo Square following panic created by the explosion of firecrackers as they was watching the match on a giant screen

    په تورين کې د اتلولي غوره ليک پايلوبې تر پېلېدو وروسته په ګڼه ګوڼه کې ۱۴۰۰ تنه ژوبل شوي دي

    © REUTERS/ Giorgio Perottino
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 44 0 0

    د تورين د فن په پيازاسانکارلو کې د اتلولي پايلوبو د کتو پر مهال په ګڼه ګوڼه کې ۱۴۰۰ تنه ټپيا ن شوي دي. لوبه د «یوونتوس»او «مادريد »د ټيمونو ترمنځ روانه وه. دامطلب Football Italia. ورکړی دي.

    ​پايلوبه په کاردیف کې ترسره شوه چې په نتيجه کې "یوونتوس"  ۱ د ۴ په وړاندې ماتې وخوړه. په کورين کې په لويه پرده کې ۲۰ زره کسانو دلوبو ننداره کوله. د لومړنيو معلوماتو له مخې وروسته له هغې چې «ريال- مادريد» دريم ګول ورکړ، په ميدان کې ډار او ټيل ماټيل رامنځته شو. په پيل کې ارزونه کيدل چې ۲۰۰ تنه ټپيان شوي دي. د اور لوبو چاودنې- يوه نظريه ده چې د ټيل ماټيل لاعامل شو. خو يو شمير نور کسان بيا وائي پر خلګو د فلزي دروازي رالويدل يو بل علت دي. د Corriere ټلويزيون د معلوماتو له مخې د لسو تنو وضعيت ډير نازک ښودل شوی دي. ښائي د قربانیانو شمير نورهم لوړ شي. شاهدانو د تورين پيښي د بلجيم د "هیسل" دلوبغالي د غميزي پيښي سره پرتله کوي کوم چې د ۱۹۸۵ کال د می په مياشت کې د "یوونتوس" او "د ليورپول" د اتلولیو په پايلوبو کې رامنځته شول،چې د ديوال د چپه کېدو په ترځ کې ۳۹ کسان ووژل شول.

     

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی