په ژوندی پڼه خپرونه
    Sadiq Khan gives a thumbs up after he was announced the winner of the election for the Labour party's candidate for the Mayor of London, at the Royal Festival Hall in London

    ټرمپ په لندن کې د ترورسټي بريدونو په اړه د ښاروال پر خبرو نيوکې وکړي

    © AP Photo/ Frank Augstein
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 229 0 0

    ولسمشر ډونالډ ټرمپ د برتانیا په مرکز لندن کې د ترورستي بريدونو په تړاو چې په پايله کې اووه تنه ووژل شول د لندن ښاروال صادق خان پر خبرو نيوکې کړي دي.

    دامريکا متحده ايالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ پخپل ټوييټر پاڼه کې کاږي « په ترورستي بريد کې لږ تر لږه اووه تنه وژل کيږي او ۴۸ تنه نورټپیان کيږي خو دلندن ښاروال وائي چې « دانديښنې هيڅ دليل نشته دي». برسيره پردې هغه دغه حقيقت ته پاملرنه راوګرځوله چې ترهګرو د موټرو نو او چاقوګانو څخه استفاده کړي ده. ټرمپ زياته کړه «ايا تاسي متوجه شوي ياست چې موږ د وسلو دليږد په اړه خبري نه کوو؟ هو، ځکه چې دوی چاقو او لارۍ کاروي!». مخکې صادق خان ویلي وه چې د برتانیا حکومت به د لندن دپيښو وروسته د ترورستي ګواښ کچه لوړه نه کړي. د جون په ۴ مه په لندن کې دوې ترهګرۍ حملې وشوي چې اووه تنه ووژل شول او ۴۸ تنه نور ټپيان شول.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی