په ژوندی پڼه خپرونه
    شمالي کوریا به «له ځنډ پرته »اټومي پروګرام ته وده ورکړي

    شمالي کوریا به «له ځنډ پرته »اټومي پروګرام ته وده ورکړي

    © REUTERS/ KCNA
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 109 0 0

    شمالي کوريا په بشپړه توګه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا وروستۍ پرېکړه ليک رد وي. چې د توغنديود پراختيا په تړاو ئې پر شمالي کوريا بنديزونه نور هم زيات کړي دي. خو شمالي کوريا به « له ځنډ پرته» خپل اټومي پروګرام تعقيب کړي. د امطلب د شمالي کوريا د بهرنيو چارو وزارت استازي څرګند کړی دي.

    لکه چې د کوريا مرکزي خبري اژانس (KCNA) دشمالي کوريا ديو ديپلومات تبصره دشمالي کوريا په اړه د نويو بنديزونو په اړه رااخستي او وائي « دښمنانه عمل چې هدف ئې د هيواد داټومي ځواک د پرمختګ مخه ونيسي ، هيواد بې وسلې کړي او په بشپړه توګه هېواد له اقتصادي پلوه کمزوري او خفه کړي». د شمالي کوريا د بهرنيو چارو وزارت استازی وائي« د بنديزونو او فشارونو سره سره موږ د اټومې پراختيا څخه څوک نه شي راګرځولی. کوم چې موږ د هېواد دملي حاکميت د خونديتوب د پاره غوره کړي ده، او موږ غواړو چې تر نهائي برياليتوب پورې پر مخ ولاړشو».ديپلومات په ټينګار سره وويل چې نړيوالې ټولنې تېروتنه کړي ده. که داباور وي چې بنديزونه دامريکا متحده ايالاتو او چين د «پردې ترشا» چمتو کړي دي خو دوی به ونه شۍ کړای چې د يوې شیبي لپاره دشمالي کوريا د اټومي ځواک پرمختګ وځنډوي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی