په ژوندی پڼه خپرونه
    د چین د بهرنیو چارو وزارت: چین د شانګهای په ټولنه کې د ایران د پوره غړیتوب هر کلی کوی

    د چین د بهرنیو چارو وزارت: چین د شانګهای په ټولنه کې د ایران د پوره غړیتوب هر کلی کوی

    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    117610

    ایران باید د شانګهای د همکارۍ د ټولنې بشپړغړیتوب تر لاسه کړي. په دې هکله څرګندونې د چین د بهرنیو چارو د وزیر سلاکار لي حوایلای کړې دي.

    د نوموړي په اند:«چین د شانګهای د ټولنې ناظر هیواد دی. د ټولنې په فعالیتونو کې برخه او (د ټولنې په کارونو کې) په فعاله توکه ونډه اخلي. چین دا په ښه توګه ارزوي او په همدې ډول په دې ټولنه کې د ایران د پوره غړیتوب هرکلی او ملاتړ کوي».

    د لي حوایلای په وینا؛ «د ټولنې د اصولو او د غړو هیوادونو سره د هوکړو وروسته» ایران کولای شي، د شانګهای د ټولنې بشپړ غړیتوب تر لاسه کړي.

    د چین ولسمشر شي جین پینګ به د جون د میاشتې د ۷ نېټې نه تر۱۰ نېټې پورې په قزاقستان کې د شانګهای د همکاریو ټولنې په غونډه او د"استانه اکسپو-۲۰۱۷" د نړیوال نندارتون د پرانستلو په مراسمو کې ګډون وکړي.

    د جون د میاشتې په ۸ او ۹ نېټه په استانه کې د شانګهای د ټولنې غونډه جوړیږي. تمه ده، چې په دغې غونډه کې به غړي هیوادونه په دې هکله چې هند او پاکستان ددغې ټولنې بشپړ غړیتوب تر لاسه کړي، پریکړه وکړي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی