په ژوندی پڼه خپرونه
    د يمن حکومت د قطر سره ديپلوماتېکې اړېکې پرې کړي دي

    يمن نه غواړې چې د قطر سره ديپلوماتيکې اړېکې ولري

    © AFP 2017/ Karim Jaafar
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 93 0 0

    د يمن هېواد د يوشمير عربي هېوادونو په څېر د قطر سره ديپلوماتېکې اړېکې پرې کوي. دامطلب د يمن خبري اژانس صبا ورکړی دي.

    تر دې مخکې د دوشنبي په ورځ بحرين، سعودي عربستان، مصر او د متحده عربي اماراتو دقطر سره دديپلوماتېکي اړېکو د پرې کولو اعلان وکړ، او دوحه ئې دترورستي سازمانونو څخه په ملاتړ تورنه کړه تر څو په دغو عربي هېوادونو کې وضعيت ګډوډ کړي. په يمن کې عربي ائيتلاف ددوشنبي په ورځ اعلان وکړ چې قطر د خپلو لېکو څخه باسي.او دغه هېواد ئي د ترهګرو څخه په ملاتړ تورن کړ. «د يمن حکومت د خپلي قوماندانۍ ددغه تصميم څخه چې د یمن حکومت ته مشروعيت ورکوي خپل ملاتړ اعلان کړ. کوم چې د قطر دوسله والو ځواکونو ګډون ئي فسخه کړی او له قطر سره ديپلوماتېکې اړېکې پرې کوي».دامطلب اژانس د حکومتي اعلاميي له قوله ورکړی دي. عربي ائتلاف په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ د يمن له حکومت سره د سیاسي-نظامي شخړو په هوارولو کې مرسته کوي. او د شيعه حوثيانو پر ضد له ۲۰۱۵ کال راهيسي جګړه کوي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی