په ژوندی پڼه خپرونه
    پوتین: امریکا ددې حق نه لري چې زمونږ نه د اپوزیسیون په هکله پوښتنه وکړي

    پوتین: امریکا ددې حق نه لري چې زمونږ نه د اپوزیسیون په هکله پوښتنه وکړي

    © Sputnik/ Aleksey Nikolskyi
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 215 0 0

    ولادیمیر پوتین به تل په ياد ولري، چې د۹۰ کلونو په لومړیو کې زمونږ هیواد په کوم حالت کې وو. په همدې ډول ولسمشر به هيڅکله د سترې نړیوالې جګړې قربانیان، او د لینیګراد د کلابندۍ له کبه خلک چې د لوږې مړه شوي، هیر نه کړي.

    دهغوی په منځ کې د هغه مشر ورور، چې پوتین هیڅ لیدلی هم نه دی، هم شامل دی. په دې هکله څرګندونې ولسمشر د امريکايي تلويزيون NBC  سره د مرکې پر مهال کړې دي.

    د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل:«دلته د مخالفینو لاریونونه تر سره کېږي، خلک حق لري، چې د خپل نطر څرګندونه وکړي، هو که خلک د خپلو نظرونو د څرګندولو په ترڅ کې د اوسني قانون نه سرغړونه وکړي، نو بیا، البته چې امنیتي ځواکونه به هڅه وکړي چې نظم ټینګ کړي».

    د خدای شکر دی، چې زموږ پوليسو (تر اوسه پورې) د ډنډو، يا هم اوښکو بهونکي ګاز او يا نورو دې ته د ورته چارو چې موږ یې د امریکا په شمول تل په نورو هېوادونو کې ګورو، امر ورکړی نه دی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی