په ژوندی پڼه خپرونه
    Indian army soldiers search for suspected militants near a school in Jammu, India, Friday, Aug. 12, 2016

    ددې امکان شته چې هند به په زرګونه سرتيري افغانستان ته وليږي

    © AP Photo/ Channi Anand
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 165531

    د هند په دفاع وزارت کې يو لوړ پوړې چارواکی وائي چې ددې احتمال شته چې هند به له امریکا متحده ايالاتو څخه وغواړې چې په افغانستان کې د خپل رول د اداکولو په خاطر ۱۵ زره پوځيان هغه هېواد ته وليږي.

    د سپوتنيک د راپور سره سم پاکستانې رسنۍ ادعا کوي چې د هند د ملي امنيت سلاکار آجیت دووال په پام کې لري چې افغانستان ته د عسکرو دليږلو په تړاو رسمي غوښتنليک وړاندې کړي. د ځايي رسنيو د راپورونو له مخې، د مسکو په امنيتي کنفرانس کې آجیت دووال دافغانستان د ملي امنيت د شورا سلاکار حنيف اتمر څخه غوښتي وه چې ددي پوځيانو د ليږلو په موخه رسمي بلنه وکړي.د سرچېنې د معلوماتو له مخې د هند ددفاعي چارو يو مخکښ ماهر په واشنګټن کې د خبرو په ترځ کې ويلي وه. چې هندي ځواکونه به د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو په بڼه وي.او وئي ويل چې افغانستان ته په سلګونه سرتيري وليږل شي. د پاکستاني خپروني په قول ددفاعي مطالعاتو او شننو د انستيتوت څخه گورمیت کانوال د تړلو دروازو تر شا په يوه ګردي ميز کې افغانستان ته دهندې پوځيانو د احتمالي ليږدونې په اړه وويل که بلنه ورکړل شي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سوله ساتې ځواکونه موجود وي بايد هندي پوځيان هغه هېواد ته وليږدول شي. ددغه پاکستاني رسنۍ په قول گورمیت کانوال چې د هند ددفاع وزارت سره نږدې اړېکې لري. واشنګتن ته ئي سفر کړی دي او هڅه کوي ډونالد ټرمپ قانع کړي چې هند ته په افغانستان کې رسمي رول ورکړي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی