په ژوندی پڼه خپرونه
    د سره صلیب ریس: په افغانستان کې جګړه ټوټه ټوټه او نوره هم ستونزمنه کېږي

    د سره صلیب ریس: په افغانستان کې جګړه ټوټه ټوټه او نوره هم ستونزمنه کېږي

    © www.wikipedia.org
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 90 0 0

    د سره صلیب نړیواله اداره په دې اند ده، چې تروریستي بریدونه او ورته د امنیت سره تړلې پېښې ددې ښکارندوینه کوي، چې په افغانستان کې جګړه ټوټه ټوټه او نوره هم ستونزمنه کېږي. په دې هکله څرګندونې د سره صلیب د نړیوالې ادارې ریس پیتر ماوریر کړې دي.

    نوموړي وویل:«نونږ په افغانستان کې د امنیتي حالاتو له کبله اندیښنه لرو، په افغانستان کې جګړه ټوټه ټوټه او نوره هم ستونزمنه کېږي. دغه ټوټه ټوټه کېدل په څرګند ډول د امنیت په برخه کې په سترګو کېږي».

    د آژانس سره مرکه کوونکي وویل:«سره له دې چې په افغانستان کې حالات بې ثباته دي، خو اوسمهال په افغانستان کې داسې یو جوړښت چې په ټول هیواد کې جګړه خپروي، نشته. د جګړې سیاسې حل پاتې دی».

    ماوریر څرګنده کړه:«که د ۵ —۱۰ کلونو پخوانیو پېښو ته وګورو نو دا یوه ستونزمنه جګړه وه او هغې هم یو جوړښت درلود چې مونږ ښه پېژاند. هلته طالبان او دولت وو، چې مونږ ددواړو لورو سره اړیکې درلودې. خو اوسمهال د څه وخت را په دې خوا څو ډلې ټپلې موجودي دي، چې د پوځي پېښو په ډګر کې په سترګو کېږي او مونږ یې نه پېژنو».

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی