په ژوندی پڼه خپرونه
    پاکستان

    د پاکستان اوقطر ترمنځ په اړېکو کې بدلون نه دی راغلی

    © AFP 2017/ Farooq NAEEM
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 208 0 0

    پاکستان له قطر سره دديپلوماتيکې اړېکو پرې کول نه غواړي.

    سپوتنيک د رویترز اژانس له قوله وائي چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت داسې پلان نه لري چې له قطر سره ډيپلوماتيکې اړېکې پرې کړي. لکه چې دغه کار مخکې سعودي عربستان، بحرین، مصر او متحده عربي اماراتو کړي وو. « د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت رسمي استازي ویلي دي چې تر اوسه د قطر په اړه تصميم نه دی نيول شوی. که په دې تړاو پرمختګ وشي موږ به هم خپل دريځ اعلان کړو». نن سهار سعودي عربستان، بحرین، مصر او د متحده عربي اماراتو هېوادونو د قطر سره ديپلوماتيکې اړېکو د شلولو اعلان وکړ. او خپله هوائي اوبحرئي لاره ئي پر دغه هېواد بنده کړ. ددغو هيوادونو د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميو کې راغلي چې د قطر هېواد فعاليت د سيمي امنيت ته ګواښ دي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی