په ژوندی پڼه خپرونه
    پاکستان

    پاکستان له افغانستان نه ثبوت غواړي

    © Flickr/ bm1632
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    163830

    د پاکستان د لومړي وزیر سلا کار ویلي، افغانستان پر پاکستان تور لګولی، چې د چهارشنبې ورځې د برید تر شا ددوی لاس و، که افغانستان په دې اړه باوري وي، نو سند دې وړاندې کړي چې پاکستان یې پر وړاندې اقدام وکړي.

    پاکستان وايي افغانستان دې سند ورته وړاندې کړي چې د تېرې چهارشنبې په برید کې ددوی لاس و.

    په بهرنیو چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلا کار سرتاج عزیز ویلي، چې پر پاکستان تور پورې کول د هیچا په ګټه نه دي.

    تر دې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت ریاست ویلي و، چې د چهارشنبې خونړی برید د پاکستان په کراچۍ کې د حقاني شبکې او آی ایس آی له لوري پلان سوی و.

    سرتاج عزیز، په داسې وخت کې دغه څرګندونې کوي چې په دې وروستیو کې په نړیواله کچه له ترهګرو د ملاتړ په هکله پر دغه هېواد تورونه لګول کېږي او د سیمې او نړۍ مشهورې رسنۍ دغه هېواد د ترهګرو ملاتړی بولي.

    په ورته وخت کې په واشنګټن کې د پاکستان سفیر هم ویلي، چې دوی په خپل هېواد کې ترهګر ځپلي دي د لا ډيرو ځپلو لپاره یې د افغانستان په اړه د ټرمپ پالیسۍ ته منتظر دي.

    دا په داسې حال کې ده چې افغان چارواکې په وار وار دی سیمې او نړۍ هیوادونو ته ویلي چې پاکستان د ترهرګرو نه ملاتړ کوي او نریوال هم په دی باروی شوي چې د ترهرګرو حایونه په پاکستان کې شتون لري.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی