په ژوندی پڼه خپرونه
    پاکستان د قطر سره د دیپلوماتیکو اړیکو شکولو پلان نه لري

    پاکستان د قطر سره د دیپلوماتیکو اړیکو شکولو پلان نه لري

    © AFP 2017/ Ishara S.Kodikara
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 83 0 0

    پاکستان د قطر سره د سعودي عربستان، بحرین، مصر او متحده اماراتو په څیر د دیپلوماتیکو اړیکو د شکولو پلان نه لري. په دې هکله خبر د ریټر آژانس د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په حواله ورکړی دی.

    آژانس د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د رسمي استازي له قوله کاږي:«اوس د پاکستان په هکله کومه پوښتنه نشته، د پېښو پر مختګ ته په کتو سره به د اړتیا په صورت کې مونږ اعلامیه خپره کړو».

    له دې مخکې نن بحرین، مصر، متحده اماراتو او سعودي عربستان د قطر سره دیپلوماتیکې اړیکې وشکولې، هوايي حریم او شمندریزې کرښې یې وتړلې. د یادو هیوادونو د اعلامیو له مخې ویل کېږي، چې د قطر کړنې سیمه ییز امنیت ته ګواښ رامنځ ته کوي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی