په ژوندی پڼه خپرونه
    د يمن حکومت د قطر سره ديپلوماتېکې اړېکې پرې کړي دي

    د قطر سره داړېکو پرې کول د ټروريزم په ګټه دي

    © AFP 2017/ Karim Jaafar
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 121 0 0

    له قطر سره دسعودي عربستان داړېکو پرې کول د ترهګري په ګټه تماميږي.

    دامریکا دبهرنیو چارو وزارت په دې باور دي چې له قطر سره دمنځني ختيځ د يو شمير هېوادونو د اړېکو قطع کول په سيمه کې د امنيتي وضعيت د خړپړتيا سبب ګرځي خکه دسيمي دغه هېوادونه د ترورستي ديوه سازمان سره په يو ډول نه يوډول په ارتباط کې دي او له دغه هېواد سره داړېکو پرې کول به د تروريزم په ګټه تمام شي. ددوشنبي په سهار سعودي عربستان، بحرین، مصر او متحده عربي اماراتو له قطر سره ديپلوماتيکي اړېکې پرې کړي. علت ئي داو چې دوحه د «اخوان المسلمين» تر مشرۍ لاندې د ترهګرۍ سازمانونو ملاتړ کوي. خو دروسيي د پارلمان دبهرنيو اړېکو د کميټې غړي ادابی شخاگوشئف وائي چې د قطر په وړاندې د عربي هېوادونو داډول اقدام په سترګو کې د خاورو پاشل دي چې ګواکې قطر د تروريزم څخه ملاتړ کوي دی وائي ټول دغه څلور هېوادونه او پخپله قطر د ترورستي سازمانونو له یوه څخه ملاتړ کوي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی