په ژوندی پڼه خپرونه
    پاکستان په هند کې د «اسيازړه» کنفرانس کې برخه اخلي

    هند افغانستان سرتیري استوي

    © Flickr/ Nathan Jones
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 85941

    پاکستاني رسنۍ ویلي، چې د هندوستان د ملي امنیت سلاکار آجیت دووال غواړي افغانستان ته د خپلو پوځيانو د لیږلو په اړه رسمي غوښتنلیک وړاندي کړي.

    د هندوستان د دفاع وزارت یو لوړ پوری چارواکی وایي، ددې امکان سته، چې هندوستان به خپل ۱۵ زره پوځيان افغانستان ته را ولیږي.

    پاکستاني رسنۍ ویلي، چې د هندوستان د ملي امنیت سلاکار آجیت دووال د مسکو په کنفرانس کې د افغانستان د ملي امنیت د شورا له سلاکار حنیف اتمر سره په لیدنه کې غوښتنه کړي، چې د دوی د پوځيانو د لیږلو په اړه دې رسمي بلنه وکړي.

    د معلوماتو له مخي یاد پوځيان به د ملګري ملتونو د سوله ساتو ځواکونو په بڼه وي.

    د پاکستاني رسنۍ له قوله د دفاعي مطالعاتو او شننو د انسټيټوټ غړۍ ګورمیت کانوال په یوه ګردې میز کې افغانتسان ته د هندې پوځيانو د لیږلو په باره کې ویلي، که چیري د ملګري ملتونه سوله ساتي ځواکونه په افغانستان کې موجود وي، باید هندي پوځيان هم دغه هیواد ته ولیږدول سي.

    پاکستاني رسنۍ زیاتوي، چې ښاغلی کانوال چې د هند د دفاع وزارت سره نژدي اړیکي لري، واشنګټن ته سفر کړی او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته یې قناعت ورکړی، چې هند ته په افغانستان کې رسمي رول ورکړي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی