په ژوندی پڼه خپرونه
    د امریکا متحده ایالات د قطر او سعودي عربستان لخوا دداعش د ملاتړ خبر وو

    WikiLeaks: د امریکا متحده ایالات د قطر او سعودي عربستان لخوا دداعش د ملاتړ خبر وو

    © Photo/ Jagz Mario
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 239 0 0

    په ویکي لیکس کې د هیلاري کلینتن لخوا خپرو شوو اسنادو په پام کې نیولو سره کېدای شي، دې پایلې ته ورسېږو، چې د امریکا اداره خبره وه، چې قطر او سعودي عربستان د داعش تروریستي ډلې سره مالي او تخنیکي مرستې او د هغوی ملاتړ کوي.

    په ځانګړې توګه په دې هکله څرګندونې په یوه لیک کې چې د ۲۰۱۴ ز- ل کال د اګست په میاشت کې جان پادیستې ته استول شوی، په سترګو کېږي. په دغه لیک کې په عراق او سوریه کې د حالاتو او دداعش پر ضد د مبارزې په هکله خبرې شوې وې. کلینتن په خپل لیک کې د قطر او سعودي عربستان پر حکومتونو، چې په پټه دداعش تروریستي ډلې او نورو سخت دریزه سوني ډلو ملاتړ کوي، د دیپلوماتیکو او دودیزو چارو تر څنګ د امریکا د استخباراتي ادارو لخوا د فشار د راوستلو غوښتنه کړې وه.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی