په ژوندی پڼه خپرونه
    د لندن ښاروال په رسمي توګه مسلمان صادق خان اعلان شو

    د لندن ښاروال انګلستان ته د ټرمپ د سفر دلغوه کولو وړانديز وکړ

    © AP Photo/ Frank Augstein
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 216 0 0

    د لندن دښاروال صادق خان دغه وړانديز د ترمپ دورستيو څرګندونو په اړه دي چې د لندن دورستيو ترهګرۍ بريدونو له امله ئي کړي وي.

    سپوتنيک د ډيلي تلګراف له قوله لیکي چې د لندن ښاروال صادق خان وړانديز کړی دي چې انګلستان ته د امريکا متحده ايالاتو دولسمشر ډونالد ترمپ سفر چې دروان کال په مني کې ترسره کیږي لغوه شي.ويل کيږي چې د لندن د ښاروال دغه وينا د ترمپ دهغې وينا په ځواب کې ده چې د لندن دبريدونو وروسته ئي کړي وه صادق خان ددوشنبي په ورځ د يوه تلویزیون سره په مرکه کې ویلی وه، « زه فکر نه کوم که چيري د امريکا دولسمشر سیاست د هغه څه پر ضد وي چې موږ ترې دفاع کوو موږ مجبوره نه يو چې هغه ته سري غالۍ هواري کړو». په همدي ډول د لندن ښاروال فکر نه کوي چې دغه موضوع به د واشنګټن او لندن ترمنځ همکارۍ ته زيان ورسوي. ده وويل« که چيري تاسي ځانګړي اړېکې لري دا ددې معنی لري چې تاسي يو نږدې دوست لري، تاسو د ستونزو په وخت کې له يوبل سره مرسته کوي خو کله چې هغه تيروتنه کوي تاسو پر هغه نيوکه کوي. ډير داسي موارد شته چې ډونالډ ترمپ غلطۍ کوي». داپه داسي حال کې دي چې دبرتانیا د بهرنیو چارو وزارت د لندن دښاروال خلاف نظر څرګند کړی دي. د انګلستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي «بلنليک استول شوی او منل شوی دي. دبیا کتني کوم دليل نشته ».

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی