په ژوندی پڼه خپرونه
    B-52

    پنتاګون د روسيي د su-27 الوتکې له خوا دبالتيک دبحیري له پاسه د امريکائي B-52 الوتکې مخه نيول تائيد کړی دي

    © AP Photo/ Mindaugas Kulbis
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 289 0 0

    دامريکا ددفاع وزير د سه شنبي په ورځ دروسيي ددفاع وزارت دغه خبر چې دروسيي د su-27 ښکاري الوتکې له خوا دبالتيک دبحیري له پاسه د امريکائي B-52 بم غورځونکې الوتکې مخه نيول شوی تائيد کړی دي.

    د پنتاګون رسمي استازي جیف ډیوس دوينا له مخې B-52 الوتکې د بالتيک سمندره ګي له پاسه په نړيوال هوائي حريم کې «عادي ماموريت» تر سره کاوه چې دروسي دالوتکې له خوائي مخه ونيول شوه. ډیوس زياته کړه، داچې د روسیې الوتکه څومره امریکا ئي الوتکې ته نژدې شوي معلومات نه شته. خو هغه زياته کړه چې په «غوڅ اکثريت» دروسيي د هوائي- فضائي ځواکونه «په خوندي او مسلکې توګه»خپلې الوتنې تر سره کړي دي. مخکې، د روسیې د دفاع وزارت راپورور کړی و. چې امريکائي بم غورځونکې الوتکې B-52 دبالتیک د سمندرګې له پاسه دروسي پولې ته څیرمه الوتنه کوله چې روسيي su-27 الوتکه هوا ته پورته شوه، او امريکائي الوتکه ئي دروسيي له پولې څخه تر ليري واټن پورې بدرګه کړه اوبيا خپل مرکز ته راستنه شوه.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی