په ژوندی پڼه خپرونه
    Afghanistan

    شنونکي: د افغانستان سوله د امریکا پالیسو پورې تړاو لري

    © Sputnik/ Alexander Grashenkov
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 51 0 0

    د افغان شنونکو په باور، په افغانستان کې د سولې ټینګښت د امریکا پالیسو کې په تغیر راوړو پورې تړاو لري، چې د کریم خلیلي او د سولې عالي شورا له وسه پورته کار دی.

    د سولې عالي شورا، چې له تېرو څو کلونو راهیسې فعالیت کوي، د سولې میز ته د جګړې اصلي اړخ یا طالبانو په را کاږلو کې پاتې راغلې.
    ولسمشرۍ ماڼۍ د کابل پروسې د کنفرانس په درشل کې تېره ورځ اعلان وکړ، چې د پخواني ولسمشر مرستیال محمد کریم خلیلي د دې شورا د نوي رییس په توګه ټاکل شوی.
    د چارو شنونکي وایي، د سولې رییس په توګه د کریم خلیلي ګمارنه یوازې د دې پروسې ژوندي ساتلو او په کابل کنفرانس کې نړیوالو ته د سولې په برخه کې د افغان حکومت د مصمم ښودلو کوښښ دی.
    په ورته وخت کې یوشمېر نور د دې شورا ریاست ته د کریم خلیلي ګمارل تر نورو غوره بولي او وایي، چې ښايي دی په دې برخه کې رغنده رول ولوبوي.
    شنونکي وایي، باید پرېښودل شي، چې نوموړی د سولې لپاره څومره ګټور تمامیدای شي.
    د کریم خلیلي په تړاو ویل کیږي، چې نوموړی طالبانو ته له یو شمېر نږدې کړیو سره شخصي اړیکي هم پالي خو ولیدل شي، چې له دغو اړیکو د سولې ټینګښت په برخه کې استفاده کیدای شي او که نه ؟

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی