په ژوندی پڼه خپرونه
    داعش په افغانستان کې خپل اغیز ته پراختیا ورکوي او د شانګهای ټولنې هیوادونو ته ننوځي

    داعش په افغانستان کې خپل اغیز ته پراختیا ورکوي او د شانګهای ټولنې هیوادونو ته ننوځي

    © AFP 2017/ HO / Al-Baraka news
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 192 0 0

    دداعش ډله چې په روسیه کې پر فعالیت یې بندیز لګېدلی، په افغانستان کې خپل اغیز ته پراختیا ورکوي او هڅه کوي، چې د شانګهای ټولنې هیوادونو ته ورننوځي. په دې هکله څرګندونې د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیرایګر مارګولوف کړې دي.

    "یوه بله خواشینونکې نښه؛ په افغانستان کې دداعش دتروریستي ډلې د اغیز پراختيا او ددغې ډلې د غړو هڅې چې د شانګهای ټولنې په هیوادونو کې د خلکو په منځ کې د سخت دریځۍ تبلیغ وکړي او د بریښنا په کرښه د اینټرنیټ په کارولو سره نوي غړي وګماري". په دې هکله څرګندونې ایګر مارګولوف د چینایي رسنۍ Xinhua سره د مرکې پر مهال کړې دي.

    د هغه په وينا، په دغو شرايطو، کې هد شانګهای د ټولنې د تروریزم پر ضد د مبارزې د سیمیزو جوړښتونو د اغیزمنتوب ستونزه را منځ ته کېږي. مارګولوف یادونه وکړه، چې روسیې آن په ۲۰۱۲ ز- ل کال کې په دې تړاو ددغو هیوادونو امنیت ته د ننګونو او ګواښونو سره دمبارزې لپاره د نړیوال مرکز د جوړولو وړاندیز کړی وو.

    د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیرایګر مارګولوف څرګنده کړه؛"البته، دا کار بايد په دقت سره او په بیلابیلو پړاوونو کې ترسره شي،  له همدې امله موږ وړاندیز کړی وو، چې پیل به یې د تروریزم د مالي سرچینو، د نشه يي توکو د قاچاق دمخنیوي لپاره د کاري ډلې د جوړولو وکړو".

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی