په ژوندی پڼه خپرونه
    په ترکیه کی د هغه سایټ مسوول مدیر نیول شوی چی د ټول پوښتنې د نتیجو په هکله یې شک څرګنده کړی وو

    د ملي امنيت شورا: ترکيې د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیر سره مرسته کوي

    © REUTERS/ Umit Bektas
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 61 0 0

    دواړو لورو د ترهګرۍ پر وړاندې د مشترکي مبارزې او د تروریستي فعالیتونو د مخنیوي په موخه د اطلاعاتي همکارۍ پر دوام او پراختیا بحث وکړ.

    د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وايي، هېواد یې چمتو دى د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.

    د افغانستان د ملي امنيت شورا له دفتره په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي ایلدېز دغه خبرې پرون د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار محمد حنیف اتمر سره په کتنه کي کړې دي.

    سرچينه کاږي، په دې کتنه کي د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ایلدېز ویلي، د سولې او مذاکراتو په برخه کي له پرمختګونو څخه د ترکیې سیاسي رهبري پوره ملاتړ کوي.

    په خبرپاڼه کي راغلي، دواړو لورو د ترهګرۍ پر وړاندې د مشترکي مبارزې او د تروریستي فعالیتونو د مخنیوي په موخه د اطلاعاتي همکارۍ پر دوام او پراختیا بحث وکړ.

    افغان او ترکي چارواکو په دې ناسته کي د ترهګریزو شبکو د تحرکاتو خلاف پر وخت اطلاعات مهم وبلل.

    سرچينه زياتوي، په دې دوه اړخیز بحث کي د افغانستان او سیمې پر وړاندې د مشترک دښمن د تعریف او د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډې مبارزې پر څرنګوالي مفصل بحث وسو.

    د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دواړو لورو هوکړه وکړه، چي د افغانستان او ترکیې ترمنځ به د پوهنې او لوړو زده کړو په برخه کي اوسنیو فرصتونو ته انکشاف ورکوي.

    له بلې خوا د کاناډا د بهرنيو چارو وزير بوبياش ويلي، چي د کاناډا حکومت رهبري او خلک په افغانستان کي د سولې له پروسې څخه په کلکه ملاتړ کوي.

    هغه ويلي، د افغانستان د سولې په بهیر کي د سیمې د هېوادونو مرسته د پام وړ رول لري

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی