په ژوندی پڼه خپرونه
    پوتین به په پاریس کې د فرانسې نوي ولسمشر ماکرون سره کتنه وکړي

    پوتین: د روسیې او امریکا تر منځ جګړه ګټونکی نه لري

    © Sputnik/ Michael Klimentyev
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 225 0 0

    ویلادیمیر پوتین ویلي که د روسیې او امریکا تر منځ جګړه و نښلي ښايي ډيره سخته وي او د چا د ژوندي پاتې کېدو چانس به ډير کم وي.

    د روسیې ولسمشر وايي، که د امریکا او روسیې ترمنځ جګړه و نښلي هېڅوک به ژوندي پاتې نه شي. ویلادیمیر پوتین له امریکايي ژورنالیست الیور استون سره په مرکه کې ویلي، چې که د روسیې او امریکا تر منځ جګړه و نښلي ګټونکي به څوک وي ویلي، ګټونکی نه لري، خو هېڅوک به ژوندي پاتې نه شي.
    هغه همدا راز د ناټو سازمان ته په اشارې ویلي، چې دغه سازمان د خپل پایښت لپاره تل د یوه بهرني دښمن په لټه کې دی.
    دده په وینا دوی هڅه کوي بهرني دښمنان ځان ته پیدا کړي له همدې امله تحرکات تر سره کوي، ځکه که بهرنی محرک او دښمن نه وي نو د ناټو سازمان موجودیت ته هېڅ اړتیا نشته ده.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی