په ژوندی پڼه خپرونه
    د ایران په پارلمان کی د ډزو د قربانیانو شمیر اوو کسو ته رسیدلی

    د ایران په پارلمان کی د ډزو د قربانیانو شمیر اوو کسو ته رسیدلی

    © AP Photo/ Vahid Salemi
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 114 0 0

    د ایران په پارلمان کی د ډزو په نتیجه کی اووه کسان وژل شوي او څلور کسان یرغمل نیول شوي دي. په دې هکله د Tasnim آژانس خبر ورکړی.

    دمخه خبر ورکړی شوی وو چی د دغه برید په نتیجه کی لږ ترلږه یوکس وژل شوی او ۸ نور ژوبل شوي دي.
    نن سهار یوې ډلې وسله والو کسانو د ایران د پارلمان پر ودانی برید وکړ.
    د Fars آژانس خبر ورکړ چی د بریدکوونکو په ډله کی ځانمرګی بریدکوونکی موجود وو، هغه د امنیتي ځواکونو له خوا محاصره شوی.
    وروسته معلومه شوه چی هغه ځان د پارلمان د ودانۍ په څلورم پوړ کی چولۍ دی.
    د ډزو یو بل برخه وال له ودانۍ په وتلو بریالی شوی او په کوڅه کی یې په ډزو لاس پوری کړی. د ISNA آژانس د معلوماتو له مخې، د بریدکوونکو په ډله کی ښځه هم شامله وه. د مقبری په لویدیځه حویلی کی هغې خپل د شهادت واسکټ چولی دی. یو بل جنایت کوونکی د ساتونکو له خوا له منځه وړل شوی. د یوه وژل شوي او ۵ ټپیانو په هکله خبر ورکړی شوی.
    د دغه برید مسوولیت د «اسلامی دولت» تروریستی ډلی پر غاړه اخیستی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی