په ژوندی پڼه خپرونه
    د قطر په شا او خواکې په رسوایۍ کې د ملامتیا ګوته روسي هاکرانو ته نیول شوې

    د قطر په شا او خواکې په رسوایۍ کې د ملامتیا ګوته روسي هاکرانو ته نیول شوې

    © Fotolia/ Tomasz Zajda
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 156 0 0

    د امریکا متحده ایالات شک لري، چې د قطر د خبري آژانس د سولګرونو ماتول، چې په سیمه کې یې کړکیچ راپارولی، د روسي هاکرانو د لاس کار دی. د امریکا د سي ان ان تلويزيوني کانال د خبر له مخې؛ د امریکا رسمي چارواکي بې له دې چې کوم ثبوت وړاندې کړي، وايي؛ چې د روسانو موخه د امریکا او د هغوی د متحدینو تر منځ په اړیکو کې د ترینګلتیا رامنځ ته کول دي.

    څه موده مخکې، د قطر چارواکو د نامعلومو هاکرانو لخوا د قطر د خبري اژانس  (QNA)د ماتولو خبر ورکړی وو او یوه اعلامیه، چې د قطر امیر تمیم بن حمد آل ثاني ته منسوب شوي وه، خپره شوې وه. په دغې اعلامیه کې د سیاسي حساسو موضوعاتو په هکله، د ایران او اسراییل په شمول د سیمې د نورو هیوادو نو تر منځ د اړیکو ، د قطر د چارواکو او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر منځ د اړیکو په هکله خبرې شوې وې. ددغې اعلامیې د متن د خپرېدو وروسته یو شمیر هیوادونو د قطر سره خپلې اړیکې وشکولې.

    د (QNA) خبري آژانس یواخينی رسنیز آژانس دی، چې د دغه هیواد د چارواکو په تړاو رسمي معلومات خپروي. یاد آژانس د بریښنا پاڼې د کنترول چارې د څلورو ساعتونو وروسته په خپل واک کې راوستې او د ټولې ورځې په اوږدو کې د هاکرانو هڅې، چې غوښتل یې ددغې شبکې د کنترول چارې خپلې کړې، روانې وي. د امریکا څارګره فدرالي اداره د قطر سره ددغو سایبیري بریدونو په څیړنو کې مرسته کوي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی