په ژوندی پڼه خپرونه
    د تهران ښاروال: وضعه په بشپړه توګه د امینتي ځواکونو تر کنترول لاندې ده

    د تهران ښاروال: وضعه په بشپړه توګه د امینتي ځواکونو تر کنترول لاندې ده

    © Fotolia/ Emanuele Mazzoni
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 72 0 0

    د تهران ښاروال سیدحسین هاشمی نن د امام د سپیڅلي حرم او د ایران د اسلامي جمهوریت د مجلس پیښو ته په اشاره وویل: وضعه په دواړو سیمو د انتظامی او امنیتي ځواکونو تر بشپړ کنترول لاندې ده او هیڅ اندیښنه نه شته.

    د سپوتنیک آژانس د ایرنا د خبري آژانس په حواله خبر ورکړی چی سیدحسین هاشمی د چهارشنبې په ورځ د دغه مطلب د اعلانولو په ترځ کی زیاته کړه: د امام د سپیڅلی حرم په پیښه کی یو برید کوونکی وژل شوی او یوه بل بریدکوونکی ځان چولی دی او نور بریدکوونکي نیول شوي دي.
    نوموړي څرګنده کړه چی د امام د مقبرې په سیمه کی یو ساتونکی مامور شهید شوی او څو نور ټپي شوي دي.
    د تهران ښاروال تایید کړه چی اوس د مقبرې حرم د امنیتي ځواکونو تر کنترول لاندې دی او د اندیښنې وړ هیڅ خبره نه شته او کومه ستونزه هم وجود نه لري.
    نوموړي د اسلامی شورا د مجلس د تروریستي پیښې په اړوند وویل: په دې پيښه کی هم امنیتی، انتظامی او اطلاعاتی ځواکونه په سیمه کی حضور لري او وضعه تر کنترول لاندې ده.
    نن د چهارشنبې د ورځې په سهار ناپیژندل شوو کسانو په دوو ځانګړو پیښو کی د اسلامی شورا د مجلس په دهلیز او د امام د مقبرې په ساحه کی په ډزو لاس پورې کړ چی په نتیجه کی څوکسان ټپي شول.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی