په ژوندی پڼه خپرونه
    لاوروف: په ایران کې تروریستي برید ددې پخلی کوي، چې ترهګر په کرار شوي نه دي

    لاوروف: په ایران کې تروریستي برید ددې پخلی کوي، چې ترهګر په کرار شوي نه دي

    © AFP 2017/ Lehtikuva/Timo Heikkala
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 80 0 0

    د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف وویل؛ چې په ایران کې د پارلمان په ودانۍ او د امام خمیني په مقبرې برید ددې پخلی کوي، چې ترهګر په کرار شوي نه دي.

    په دې هکله خبریالانو ته څرګندونې سرګی لاوروف د خپل هسپانیوي سیال الفونس داستیس کیسېدو سره د خبري کنفرانس پر مهال کړې دي.

    لاوروف په دې هکله وویل:«د خواشینې سره په ایران کې د نن ورځې د تروریستي برید په شمول هره ورځ پېښې ددې پخلې کوي، چې ترهګر په کرار شوي نه دي».

    د جون د میاشتې په ۷ نېټه سهار مهال نا پېژندل شوو کسانو په تهران کې د ایران د پارلمان پر ودانۍ او د امام خمیني پر مقبرې برید وکړ. ددغه برید په پایله کې ۳۳ تنه زیانمن شوي دي.

    ددغه برید پړه دداعش تروریستې ډلې، چې په روسیه کې پر فعالیت یې بندیز لګېدلی دی، په خپله غاړه اخیستې ده.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی