په ژوندی پڼه خپرونه
    د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت په ایران کی بریدونه په غوڅه وغندل

    د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت په ایران کی بریدونه په غوڅه وغندل

    © AFP 2017/ Clemens Bilan
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 37 0 0

    فرانسه په غوڅه توګه هغه بریدونه غندی چی د چهارشنبې په ورځ په ایران کی تر سره شوی دي. په دې هکله د دغه هیواد د بهرنیو چارو رسمي استازي رومین نادال د لنډ مطبوعاتي کنفرانس په ترځ کی اعلان وکړ.

    نادال وویل:«موږ په ډیره غوڅه توګه دا بریدونه محکوموو چی موخې یې په تهران کی د ایران پارلمان او د خمیني مقبره ګرزیدلي دي. د ټولو وژل شوو کسانو له کورنیو سره خپله همدردي څرګندوو».
    نوموړي همدارنګه وویل چی په وزارت کی «په ایران کی د فرانسې له سفارت سره په تماس کی دي او د وضعي پرانکشاف په دقیقه توګه څارنه کوي».
    د چهارشنبې د ورځې په سهار یوې څلورکسیزې ډلې د ښځو په جامو کی د ایران په پارلمان کی په ډزو لاس پورې کړ او بریدکوونکو وروسته ځانونه منفجر کړل. د ایران د کورنیو چارو په وزارت کی یې همدارنګه د یوه بریدکوونکي له منځه وړل تایید کړي دي.
    د وروستیو معلوماتو له مخې، په تهران کی په بریدونو کی ۱۲ کسان وژل شوي او ۳۹ نور ټپیان شوي دي.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی