په ژوندی پڼه خپرونه
    پوتین: ناتو بهرنی دښمن لټوی، ترڅو خپل شته والی برحق ثابت کړي

    پوتین: ناتو بهرنی دښمن لټوی، ترڅو خپل شته والی برحق ثابت کړي

    © Sputnik/ Alexei Druzhinin
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 66 0 0

    د روسیې جمهور رییس ولادیمیر پوتین له امریکايی رژیسور اولیویر ستون سره په مرکه کی وویل چی ناتو «په دایمي توګه د بهرني دښمن په لټولو» بوخته ده، ترڅو خپل شته والی برحق ثابت کړي.

    پوتین په هغې مرکې کی چی ځینې برخی یې په انګریزي ژبه د The Daily Beast په ورځپاڼه کی نقل شوې، ویلي:«نور ختیځ بلاک وجود نه لري، نور شوروی اتحاد نه شته. نو ولې بیا ناتو موجوده ده؟ زه فکر کوم، د دې لپاره چی خپل شته والی برحق ثابت کړي، ناتو بهرني دښمن ته اړتیا لري، په دایمي توګه د بهرني دښمن لټول یا کومې لمسونې جریان لری، ترڅو کوم څوک دښمن وبلل شي».
    د «پوتین مرکه» (The Putin Interviews) مستند فلم به د جون به ۱۲ — ۱۵ نیټو د Showtime په کیبلي تلویزیون کی چی د امریکا د CBS په یوه ډیر ستر میدیا ګروپ کی شامل دی، خپور شي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی