په ژوندی پڼه خپرونه
    لوروف: مسکو به بیاهم د روسیې پولو ته د ناتو د پراختیا په هکله غبرګون وښيی

    لوروف: مسکو به بیاهم د روسیې پولو ته د ناتو د پراختیا په هکله غبرګون وښيی

    © Sputnik/ Alexey Kudenko
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 41 0 0

    روسیه به د هرډول اقدامونو څارنې او د هغوی په اړوند پروخت غبرګون ته چی د هغې په ګټو اړه مومی، د روسیې پولو ته نژدې د ناتو د پوځي حضور د زیاتیدو په ګډون، دوام ورکړي. دا ټکی د سه شنبې په ورځ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لوروف اعلان کړ.

    لوروف د کانت په نامه د بالتیک په فدرالي پوهنتون کی د وینا په ترځ کی وویل:« موږ به په دقیقه توګه د هغو اقدامونو څارنې او پروخت غبرګون ته چی زموږ په ګټو اړه مومی، د روسیې پولو ته نژدې د ناتو د نوو پوځي پوتنسیالونو د ځای پرځای کولو، د توغندیو ضد امریکايی دفاعي سیستم د جوړولو او د هغه د اروپايی برخې په ګډون، دوام ورکړو».
    وزیر څرګنده کړه، په عین حال کی مسکو ناتو «د ګواښونو او پوځي نظریو، د واقعي پوتنسیالونو مقایسه کولو ته چی په اروپااتلانتیک کی ځای پرځای شوي د ارزونې په هکله صادقانه خبرو او پر دې بنسټ د کړکیچ د کمولو او د باور د ټینګولو اقدامونو او په بالتیک کی د امنیت تامینولو ته رابولي».

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی