په ژوندی پڼه خپرونه
    اردن تر سعودی عربستان وروسته د «الجزیره» تلویزیون دفتر وتاړه

    اردن تر سعودی عربستان وروسته د «الجزیره» تلویزیون دفتر وتاړه

    © Flickr/ Vyacheslav Argenberg
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 49 0 0

    اردن له قطر سره د دیپلوماتیکې نمایندګی سطحه را ټیټوي او په عمان کی د «الجزیره» تلویزیون دفتر تړي. په دې هکله د اردن د اطلاعاتو وزیر او د هیواد د حکومت رسمي استازي محمد ال-مومني اعلان کړی.

    د اردن د «پیتره» دولتي آژانس د رسمي استازي اعلامیه داسې نقلوي:«د هغه بحران د علتونو تر څیړنې وروسته چی د مصر د عربي جمهوریت، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، د بحرین د شاهي دولت او د قطر د دولت ترمنځ په اړیکو کی لیدل کیږي، حکومت د قطر د دولت سره د دیپلوماتیکې نمایندګی د سطحې د را ټیټولو په هکله پریکړه وکړه».
    د اعلامیې په متن کی همدارنګه ویل شوي چی د اردن حکومت «په عمان کی د «الجزیره» تلویزیون د دفتر جواز لغوه کوي».

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی