په ژوندی پڼه خپرونه
    کرزی سفیر روسیه

    پخواني ولسمشر د روسیې له سفیر سره وکتل

    © Photo/ FB Karzai
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 59 0 0

    دغه کتنه کې د روسیې سفیر او حامد کرزي په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په اړه خبری وکړي.

    پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې د روسیې فدراسیون له سفیر الکساندر مانتیتیسکي سره وکتل.
    د ښاغلي کرزي د دفتره خپره شوې کې راغلي، چی په دغه کتنه کې د روسیې سفیر او حامد کرزي په افغانستان کې د سولې د ټینګښت اړه خبری وکړی.
    سرچینه زیاتوي، چې ښاغلي کرزي هم په افغانستان کې د سولې او ثبات له پاره د روسیې د ابتکار ملاتړ وکړ او هغه یې وستایه.
    خبرپانه وايي، کرزي د افغانستان د ستونزې د حل لار د سولې بین الافغاني خبرې وبللې او جنګ او د وسلو استعمال یې د افغانانو په زیان وباله.
    حامد کرزي هیله وښوده چې مسکو په افغانستان کې د سولې د راوستو لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکړي.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی