په ژوندی پڼه خپرونه
    هند د شانګهای سازمان غړیتوب ته په بشپړه توګه چمتو دي

    هند د شانګهای سازمان غړیتوب ته په بشپړه توګه چمتو دي

    © AFP 2017/ MONEY SHARMA
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 63 0 0

    هند د اړتیا وړ طرزالعملونه په پوره توګه بشپړه کړي دي، تر څو د شانګهای د همکاریو سازمان غړیتوب تر لاسه کړي . دا خبری د چهارشنبې په ورځ د هند د بهرنیو چارو وزارت د ایروایشیا ریاست مشر شرینواس کړي.

    هغه یادونه وکړه، چې هند د ۲۰۰۵ کال راهیسې د شانګهای د څارونکي (ناظر) په توګه خپل غوښتنلیک وړاندی کړي وو چې په ۲۰۱۴ كال کې د شانګهای سازمان غړیتوب تر لاسه کړي. په ۲۰۱۵ کال کې په اوفا کې سرمشریزی پریکړه وکړه چې هند د شانګهای سازمان د غریتوب طرزالعمل پيل کړي.

    شرینواس وویل: «د ۲۰۱۶ کال د تاشکند په غونډه کې هغه بهير چې موږ ددی سازمان غړیتوب ته رسوي، وټاکل  شو».

    هغه زیاته کړه، چې د شانګهای دارالانشاء دا منلی چې هند دا بهیر بشپړ کړی دي.

     دیپلومات  وویل: «دا ددې څرګندوی ده چې د غړیتوب لپاره وروستۍ ګام د شانګهای د غړو هیوادونو د مشرانو منظوری ده، چی دا کار به په آستانه کې، کله چې لومړی وزیر نارندرا مودی هلته لاړ شې، تر سره شې. هغه به سبا آستانه ته سفر وکړي».

    شانګهای یو نړیوال سازمان دی چې په  ۲۰۰۱ کال کې د چین، روسیی، قزاقستان، تاجکستان، قرغزستان او ازبکستان مشرانو لخوا تاسیس شوي دي.

    د ۲۰۱۶ کال د جون په میاشت کې د ازبکستان په غونډه کې موافقه وشوه چې هند او پاکستان به ددی سازمان غړیتوب تر لاسه کړي. د روان کال د جون په ٨-٩نیټه د شانګهای سازمان په غونډه کې هند او پاکستان به د سازمان غړي شي.

    اړیکه ټینګوونکی:

    د شانګهای د ټولنې د پراختیا په څپو کې باید نه یوازې هند او پاکستان، بلکې ایران هم شامل شي
    هند افغانستان سرتیري استوي
    ددې امکان شته چې هند به په زرګونه سرتيري افغانستان ته وليږي
    د هند د صدراعظم څخه د امريکائي خبريالې پوښتنه د هغه مشترکين په غوسه کړل
    هند هغه توغندي چې د اتومي سرګلولې د لېږدولو وړتیا هم لری آزمویلي
    په هند کې یو وحشي فيل څلور کسان ووژل
    د شانګهای د همکارۍ په ټولنه کې د هند او د پاکستان د منلو سره به د تروریزم پر ضد مبارزه پیاوړې شي
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی