په ژوندی پڼه خپرونه
    سپوتنیک - ټولپوښتنه: ایا په اروپايي هیوادونو کې ددفاعي چارو د لګښتونو زیاتوالي ته اړتیا شته

    سپوتنیک - ټولپوښتنه: ایا په اروپايي هیوادونو کې ددفاعي چارو د لګښتونو زیاتوالي ته اړتیا شته

    © Sputnik/ Alexey Vitvitsky
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 64 0 0

    د جرمني، فرانسې او ایټالیا په شمول د ناټو ټول هیوادونه ژمن دي، چې د خپلو عایداتو ۲ سلنه پر امنیتي مسایلو ځکه ولګوي، چې ډونالډ ټرمپ د ناټو په بودیجه کې ددوی د ونډې د لوړوالي غوښتنه کړې وه.

     

    опрос
    © Photo/
    опрос
    د ناټو د ارزونو له مخې، په ۲۰۱۶ ز- ل کال کې جرمني دفاعي چارو ته د خپلو عایداتو ۱،۱۹ سلنه، فرانسې ۱،۷۸ سلنه، انګلستان ۲،۲۱سلنه او ایټالیا ۱،۱ سلنه برخه بیله کړې وه.
    په دې هکله د اروپایانو نه داسې پوښتنه شوې وه.
    ایا ستاسي هیواد باید د دفاعي چارو لپاره لګښتونه ۲ سلنه زیات کړي؟
    ځواب:
    • هو 
    • نه
    • بې ځوابه
    ددغې ټولپوښتنې په اوږدو کې څرګنده شوه، چې د اروپايي هېوادونو د خلکو د پام وړ برخه نه غواړي، چې په دفاعي چارو لپاره د لګښتونو په کچه کې زیاتوالی راشي.
    تر نیمایي ډیر ۵۳ سلنه ایټالیویان، ۴۷ سلنه جرمنیان، ۳۵ سلنه فرانسویان او د انګلستان د خلکو څلورمه برخه ۲۵ سلنه په دې اند دي، چې د دفاعي چارو لپاره د لګښتونو کچې زیاتوالي ته اړتیا نشته.
    د انګلستان ډیر خلک ۵۴ سلنه، د فرانسې ۴۴ سلنه، د جرمني ۳۶ سلنه او د ایټالیا د دریمې برخې لږ خلک بیا د مخالف نظر خاوندان دي.
    په فرانسه او انګلستان کې د ځوانانو پرتله ډیر مشران په دې اند دي، چې د دفاعي چارو د لګښتونو کچه باید زیاته شي، په داسې حال کې چې په جرمني او ایټالیا کې مشران د ځوان نسل پر خلاف دغه اقدام ضروري نه ګڼي.

     

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی