په ژوندی پڼه خپرونه
    د داعش جګړه مارانو د موصل په اطراف کی په ډله ایزو قبرونو کی ماینونه خښ کړي دي

    اسوشیټېډ پرس: داعشیان غواړي، د دې ډلې مشري له پاکستانیانو واخلي

    © REUTERS/ Social media via Reuters TV
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 111 0 0

    د منځنۍ اسیا او افغانستان داعش وسله وال غواړي، د دې ډلې مشري له پاکستانیانو واخلي خو پاکستانیان چې په سیمه کې دداعش بنسټ ګر بلل کېږي‌دې ته تیار نه دي ‌چې ددغې ترهه ګري‌ ډلي مشري‌ دي ‌په اساني سره بل هیواد ته ورپرېږدي .

    معاویه ازبکستانی د عبدالحسیب تر وژل کېدو وروسته په سیمه کې د داعش مشر ونومول شو.

    داعش يا "اسلامي دولت" ډلې د ۲۰۱۵ م کال د جنورۍ په مياشت کې د خراسان په نامه د خپل دولت ښاخ د جوړولو اعلان وکړی چې د افغانستان او شاوخوا سيمې يو زوړ نوم دی.

    اسوشیټېډ پرس خبري آژانس خبر ورکړ چې دا خبري د معاویه ازبکستاني له لوري‌په یوه لیک کې لیکل شوې چې د هغه په لاسلیک دوی ته په لاس ورغلی دی.

    د عبدالحسیب تر وژل کېدو وروسته داسي راپورونه خپاره شول چې ګواکې په سیمه کې چې دوی یې (خراسان) بولي ‌د داعش مشر پاکستانی شېخ اسلم فاروقي نومول شوی وو.

    خو په دغه لیک کې دا خبره ردکړل شوې او معاویه ازبکستاني ویلي‌چې ددې تبلیغاتو تر شا د پاکستان د استخباراتي‌ادارې (آی ایس آی) لاس دی.

    داسي ښکاري چې په سیمه کې دداعش وسله والو ترمنځ د قدرت پر سر ژور اختلافات راټوکېدلي ‌دي‌.

    په افغانستان کې له راټوکېدو راهيسې د اسلامی دولت ډلې يا داعش په سلګونو وسله وال د امريکا په هوايي بريدونو او افغان ځواکونو په مځکنيو عملياتو کې وژل شوي دي.

    د دې ترڅنګ له طالبانو سره جنګونو کې يې هم کسان بايللي دي.

    د داعش د افغانستان او پاکستان د څانګې شاوخوا ۱۳ جګپوړي مشران په افغانستان کې تر ډېره د امریکا د بې پيلوټه الوتکو په بريدونو کې وژل شوی دي.

    په وژل شوو مشرانو کې يې په دې سيمه کې، د داعش ډلې بنسټ اېښودونکی مشر حافظ سعيد خان، چې د پاکستاني طالبانو پخوانی قوماندان و، او د هغه مرستيالان هم راځي خو ترټولو ورستی مشر یې د عبدالحسیب وو چې په افغانستان کې ووژل شو او د وژلو سره سم یې په دغه ډله کې اختلافات راوځېږول.

    د "اسلامي دولت" د خراسان نومې څانګه، له افغانستان او پآکستان سره سره په منځني ختيځ کې د خپلو ملګرو چلند خپلوي او د ځانمرګو بريدونو، هدفي وژنو او د سړک د غاړې د ماينونو د کارولو په څېر يې ګوريلايي يا چريکي ټاکټيکونه خپل کړي دي.

    دغې ډلې په افغانستان کې د اوسنيو ځينو تر ټولو خونړيو بريدونو د ترسره کولو ادعا کړې ده چې يو شمېر يې په کابل کې ول.

    داعش په ایران کې دوروستي‌برید پړه هم په غاړه اخیستې چې دا د ایران لپاره د خطر یو لوی زنګ دی.‌

    که چېرته داثابته شي چې دداعش مشران له ای ایس آی سره لاس لري‌،نو دا به دافغانستان دښمن هیواد (پاکستان) له لانورو مشکلاتو سره مخ کړي

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی