په ژوندی پڼه خپرونه
    په اروپايي ټولنه کې د روسیې دایمي استازی: په بروکسل کې له مسکو سره د اړیکو په لور په کورس کې د بدلونو شرایط پخیږي

    په اروپايي ټولنه کې د روسیې دایمي استازی: په بروکسل کې له مسکو سره د اړیکو په لور په کورس کې د بدلونو شرایط پخیږي

    © AFP 2017/ John Thys
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 98 0 0

    په بروکسل کې له مسکو سره د اړیکو په لور په سیاسي پالیسۍ کې د بدلونو او په همدې ډول په اقتصادي بندیزونو کې د نرمښت شرایط پخیږي. په دې هکله څرګندونې په اروپايي ټولنه کې د روسیې دایمي استازي ولادیمیر چیژوف کړې دي.

    نوموړي وویل، تمه ده، چې د میاشتې په پای کې پر روسیې د بندیزونو یوه برخه به وڅيړله شي. د"Izvestia" ورځپاڼه د خبر له مخې؛ ددې لپاره د «بندیزونو» اصطلاح سمه نه ده، باید چې د «یو اړخیزه بندیزونو» په نوم یاد شي.

    چیژوف وویل:"پوښتنه دا ده، چې کله به اروپايي ټولنه پوره سیاسي ارادې سره په دغې تګلارې له سره غور او کتنه وکړي. آیا دا به په جون کې او یا شپږ  میاشتې وروسته را پېښه شي — دا بیا د کوډګرۍ برخه ده. خو په هر صورت داسې ښکاري، چې په بروکسل کې حالات په عمومي توګه او په ځانګړې توګه له مسکو سره د اړیکو په هکله د نرمښت شرایط پخیږي".

    د هغه په ​​وينا، ددې لپاره د پام وړ شواهد شته، خو دا چې کله به "د سیاسي ارادې مهمه برخه راغونډه شي" په دې هکله څه ویل ګرانه ده.

    له دې مخکې خبر ورکړل شوی وو، چې د اروپايي ټولنې د هېوادونو په غونډه کې دایمي استازو موافقه کړې وه، چې د کریمیا پر وړاندي بندیزونه د یوه کال لپاره وغځوي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی