په ژوندی پڼه خپرونه
    په کییف کی د امریکا د سفارت په سیمه کی چاودنه شوی

    په کییف کی د امریکا د سفارت په سیمه کی چاودنه شوی

    © Богдан Тицький / Facebook
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 38 0 0

    د امریکا د سفارت په سیمه کی د کییف د شیوچینکو په ناحیه کی چاودنه شوی او د «تروریستی عمل» د مادې په اساس جزایي دوسیه ترتیب شوې ده. په دې هکله د کییف د پولیسو د اداری مطبوعاتی دفتر خبر ورکړی.

    د دې پیښې په هکله د شپې په ۱۲بجو او ۵ دقیقو خبر ترلاسه شوی.
    په خبر کی ویل شوی:« د پیښې د ځای د کتلو په وخت کی معلومه شوه چی ناپیژندل شوي شخص د دیپلوماتیکی نمایندګی ساحې ته نامعلومه چاودیدونکې آله ګوزار کړې ده».
    د مطبوعاتی دفتر د معلوماتو له مخې، د چاودنې په نتیجه کی هیڅوک نه دی زیانمن شوی.
    د «تروریستی عمل» د مادې په اساس جزایي دوسیه ترتیب شوې ده. د اوکراین د بهرنیو چارو په وزارت کی یې د سفارت د ساتنې د سختولو په هکله خبر ورکړ.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی