په ژوندی پڼه خپرونه
    د «پروتون-M» توغندی له یوه کال ځنډ وروسته له بایکانور څخه توغول شوی دی

    د «پروتون-M» توغندی له یوه کال ځنډ وروسته له بایکانور څخه توغول شوی دی

    © Photo/ roscosmos / vk.com
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 96 0 0

    د «پروتون-M» لیږدوونکی توغندی د Еchostar-21 له امریکايی مخابراتي سپوږمی سره له بایکانور څخه توغول شوی دی، دا توغونه له یوه کال ځنډ وروسته لومړی توغونه ده. په دې هکله د «ریانووستي» آژانس ته د روسیې د فضايي آژانس استازی خبر ورکړی.

    استازی وویل:«توغونه په محاسبه شوي وخت له کومې نیوکې پرته تر سره شوه. د Еchostar-21 له امریکايی مخابراتي سپوږمی سره د «بیرز- M» له تسریع کوونکی بلاکه بیلیدل د مسکو په وخت په ۶ بجو او ۵۵ دقیقو پلان شوي او له تسریع کوونکی بلاک څخه د فضايی دستګاه بیلیدل د مسکو په وخت له غرمی وروسته په دریو بجو او ۵۸ دقیقو صورت مومي.
    د «پروتون-M» لیږدوونکی توغندی توغول د ۲۰۱۶ کال د جون په ۹ نیټه مدار ته د Intelsat-31 سپوږمی د لیږدولو په وخت کی د توغندی په دوهمه برخی کی د ناڅاپي خرابی له کبله درول شوي وو.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی