په ژوندی پڼه خپرونه
    شمالی کوریا له امریکا نه دمخه په ایرو د جاپان د بدلولو وعده کړیشمالی کوریا له امریکا نه دمخه په ایرو د جاپان د بدلولو وعده کړی

    شمالی کوریا له امریکا نه دمخه په ایرو د جاپان د بدلولو وعده کړی

    © REUTERS/ KCNA © REUTERS/ KCNA
    1 / 2
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 39901

    د شمالی کوریا له سولې څخه د دفاع د کمیټې رییس له امریکا نه دمخه په ایرو د جاپان د بدلولو وعده ورکړی ده.

    د دغه مامور په اعلامیه کی چی د کوریا د مرکزی تیلګراف آژانس نقل کړې، ویل شوي:«که چیرې جاپان واقعاً هم د خپل امنیت په هکله اندیښنه لري، نو هغه باید د شمالي کوریا په اړوند له خصمانه سیاست څخه لاس واخلی او له خپلې خاورې څخه د امریکا اډې لیرې کړي. هغه باید په یاد ولري چی ټاپوګان به له امریکا نه دمخه د نه اټکلیدونکو حالاتو په صورت کی په ایرو بدل شي که چیری هغه د شمالی کوریا په وړاندې همدارنګه له دښمنی ډک چلند ته دوام ورکړی».
    پیونګ یانګ همداشان توکیو ته دا خبره ورپه یادکړی چی جاپان د ټاپوګانو هیواد دی او « نباید، د شمالی کوریا په شان، د نه مغلوبیدونکی او بی رحمه هستوی دولت په وړاندې» په ماجراغوښتنه لاس پورې کړي.
    له امریکا سره د کلک اتحاد په هکله اعلامیه چی هرځل د شمالي کوریا د توغندیو تر آزموینو وروسته د جاپان د چارواکو له خوا خپریږي، د شمالي کوریا د عصبانیت سبب ګرزیدلې دي.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی