په ژوندی پڼه خپرونه
    پاکستان د قطر سره د دیپلوماتیکو اړیکو شکولو پلان نه لري

    خلیلزاد: د طالبانو ټول مشران په پاکستان کې دي

    © AFP 2017/ Ishara S.Kodikara
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 150 0 0

    زلمي خليلزاد ویلی چې د طالبانو ټول مشران په پاکستان کې دي، د کوېټې او پېښور شوراګانې هلته په ښکاره فعاليت کوي، دا يو حقيقت چې ترې څوک سترګې نه سي پټولى.

    پخوانى امريکايي ډيپلومات زلمى خليلزاد وايي چې هېواد يې په پاکستان کې د طالبانو او حقاني ډلې د مشرانو د شتون او مرکزونو په اړه کافي شواهد او ثبوتونه لري.

    نوموړي دغه څرګندونې په واشنګټن کې د ((د امريکا نوې ستراتيژي د سيمې له نظره)) تر عنوان لاندې يوې غونډې ته د پاکستان د سفير عزيز چودري د خبرو په ځواب کې وکړې چې ګواکې د طالبانو پخوانى مشر ملا عمر هېـڅکله په پاکستان کې نه و مېشت سوى او په پاکستان کې د ترهګرو د خوندي ځالو په اړه ادعاوې اوس پخوانۍ سوې.

    خو په عراق او افغانستان کې د امريکا پخواني سفير زلمي خليلزاد د پاکستان سفير وننګاوه او زياته يې کړه چې په پاکستان کې د ترهګرو د خوندي ځالو او مرکزونو په اړه کافي شواهد او ثبوتونه شته.

    په ياده غونډه کې د هندوستان پخواني وزير منېش ټيواري او يوه امريکايي کارپوه اشلي ټيلېس هم د خليلزاد د څرګندونو ملاتړ وکړ او ويې ويل چې اوس هم په پاکستان کې د ترهګرو مرکزونه شته او د دغه هېواد د ځينو دولتي کړيو له خوا يې ملاتړ هم کېـږي.

    خو د پاکستان سفير عزيز چوهدري دا ادعاوې ردولې، هغه زياته کړه: ((تاسو د ماضي په اړه خبرې کوئ، که چېرې موږ ماضي هېره نه کړو، اوسنۍ ستونزې نه سو هوارولى.))

    نوموړي ادعا وکړه چې افغان حکومت د خپلو کورنيو ستونزو پړه پر پاکستان اچوي، حقاني او طالبانو د پاکستان ملګري نه دي، نه د کوېټې شورا او پېښور شورا هلته شته دى.

    خو زلمي خليلزاد يې په ځواب کې وويل چې د طالبانو ټول مشران په پاکستان کې دي، د کوېټې او پېښور شوراګانې هلته په ښکاره فعاليت کوي، دا يو حقيقت چې ترې څوک سترګې نه سي پټولى.

    د هغه په وينا، دوى په پاکستان کې روزل کېږي، اکمالات کېږي او بيا افغانستان ته د جګړو لپاره لېـږل کېږي.

    د امريکا پخواني سفير د پاکستان د سفير ادعاوې رد کړې او په ډاګه يې کړه چې حکومت يې په پاکستان کې د طالبانو د شتون په اړه کافي شواهد او ثبوتونه لري.

    هغه په پاکستان کې د القاعدې د مشر اسامه بن لادن اوسېدو ته په اشارې سره وويل چې پخوا داسې ويل کېدل، هغه هېڅکله له افغانستان څخه نه دى وتلى.

    د پاکستان سفير چې په دې غونډه کې تر ډېره بريده منزوي سوى و، په پاى کې وويل چې هېواد يې په افغانستان کې د سولې او ثبات پلوي دى او د افغان شخړې سياسي هوارى غواړي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی