په ژوندی پڼه خپرونه
    د قطر امیر د شخړې د حل په موخه د خبرو اترو لپاره واشنګټن ته په سفر نه ځي

    د قطر امیر د شخړې د حل په موخه د خبرو اترو لپاره واشنګټن ته په سفر نه ځي

    © AFP 2017/ Ashraf Shazly
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 194 0 0

    د قطر امیر شیخ تمیم بن حامد په پام کې نه لري، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په بلنه د خپل هیواد نه باندې، واشنګټن ته په سفر ولاړ شي.

    په دې هکله خبر د قطر د چارواکو رسمي استازي ورکړی دی.

    آژانس ته په دې هکله سرچینې ویلي:«تر څو چې هیواد کلا بند وي، امیر په پام کې نه لري، چې د قطر نه باندې ووځي».

    ټرمپ قطر او هغو هیوادونو ته چې ورسره یې خپلې اړیکې شکولي، وړاندیز کړی، چې د شخړې په حل کې ورسره مرسته وکړي. د سپینې ماڼۍ د رسنیزو چارو ددفتر د خبر له مخې ویل کېږي، چې په دې هکله وړاندیز ډونالډ ټرمپ د قطر امیر ته د تیلفوني خبرو اترو پر مهال کړی دی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی